لاوروف: سوریه دې د خپلو کیمیاوي وسلو زیرمه نړېوالې ټولنې ته وسپاري

روسیې پر سوریې ټینګار کړی دی چې د خپلو کیمیاوي وسلو زیرمه دې نړېوالې ټولنې ته وسپاري څو د دې هېواد پر ضد د پوځي اقدام مخه ونیسي.

روسیه دا وړاندیز وروسته له هغې کوې چې؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د دوشنبې په ورځ په لندن کې وویل، بشارالاسد کولای شي چې د یوې اونۍ په ترڅ کې د خپلو ټولو کیمیاوي وسلو په تسلیمولو، پر سوریې د پوځي برید مخه ونیسي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دوشنبې په ورځ وویل، نړېوالې ټولنې ته د سوریې د کیمیاوي وسلو د سپارلو په اړه یې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم ته پیشنهاد سپارلی دی.

لاوروف دا وړاندیز د دوشنبې په ورځ په مسکو کې له المعلم سره د خبرو پرمهال نوموړې ته کړی:

"موږ نه پوهیږو چې سوریه به دا ومني کنه، خو که چیرې په دې هېواد کې پر کیمیاوي وسلو د نړېوال ټولنې کنترول ټینګیدل، موږ د دې جوګه کوي چې د سوریې پر ضد د پوځي اقداماتو مخه ونیسو، نو بیا موږ سمدلاسه له دمشق سره کار پیلوو او د سوریې پر چارواکو غږ کوو چې نه یوازې یو داسې تړون ومني چې له مخې د دې هېواد کیمیاوي زیرمې تر نړېوالې څارنې لاندې راشي بلکې وروسته بیخي له منځه یوړل شي او د نړېوالې ټولنې سره سوریه د کیمیاوي وسلو د مخنیوي په چارو کې په بشپړه توګه ښکیله و اوسي."

لاوروف وویل، مسکو په دې برخه کې د چټک او مثبت ځواب تمه لري.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم د روسیې د وړاندیز هرکلۍ وکړ، خو جزییات یې ورنه کړل:

"د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره نن سهار زموږ په خبرو کې نوموړي د کیماوي وسلو د "څارنې" ابتکار وړاندیز کړ.

د دې په اړه زه یادونه کوم چې د سوریې عربي جمهوریت د روسیې د وړاندیز هرکلۍ کوي.

د دې وړاندیز انګیزې زموږ د هېواد د اتباعو د ژوند او زموږ د هېواد د امنیت په اړه د سوریې د مشرتابه اندېښنې دي.

همدارنګه د روسیې پر مشرتابه زموږ باور یې بله انګیزه ده."


مسکو وروسته له دې دا وړاندیز کوي چې د دوشنبې په ورځ د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کري په لندن کې وویل چې؛ د سوریې ولسمشر بشار الاسد په یوه اونۍ کې د کیماوي وسلو په سپارلو سره پر دې هیواد د پوځي بریدونو مخه نیولی شي.

د ولسمشر بارک اوباما د ملي امنیت مرستیال سلاکار ټوني بلینکین ویلي ، واشینګټن د روسیې پلان په ډیر دقت څیړي.

له دې سره په تړلي یو بل پرمختګ کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون ویلي ، دې به د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا څخه وغواړي چې له سوریې څخه غوښتنه وکړي ، څو خپلې کیماوي وسلې په سوریه کې هغو سیمو ته انتقال کړي چېرې چې په اسانۍ ساتل کیږي او له منځه وړل کیدای شي.

بل خوا د ولسمشر بارک اوباما د ملي امنیت سلاکارې سوزن رایس ژمنه کړې چې د سوریې خلاف د امریکا هر ډول پوځي اقدام به یوه بله جګړه نه وي.

په واشنګټن کې د خبرو پر مهال سوزان رایس وویل، د امریکا متحده ایالات باید د کیماوي وسلې د وړتیا د کمولو لپاره په ډیر دقت، مسولیت او هدفمندۍ عمل وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو د بشار الاسد ځواکونه تورن کړي دي چې د اګست په یو ویشتمه نیټه یې د دمشق په څنډو کې د زهرجن ګاز په وسیله تر څوارلسوو زیات کسان وژلي دي.

خو بشار الاسد دا نه مني چې ورته وفادارو ځواکونو دې داسې کوم برید کړی وي.