د روسیې د بهرنیوچارو وزیر سیرګي لاوروف نن خبرداری ورکړ چې؛ د متحدوایالاتو له خوا د سوریې د حکومت پرضد پوځي اقدام به په تروریستي فعالیتونو کې د ناڅاپي زیاتوالي او د کډوالو د یوې نوې څپې د پیل باعث شي.
لاوروف دا څرګندونې نن په مسکو کې د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر ولید المعلم سره تر کتنې وروسته وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې، سپینه ماڼۍ پر کانګرس فشار ته دوام ورکوي؛ څو د سوریې د حکومت پرضد د هغې خونړۍ حملې په خاطر چې وايي؛ کیمیاوي وسلې په کې کارول شوي، د محدودو پوځي عملیاتو اجازه ورکړي.
لاوروف څرګنده کړه چې، روسیه به د هغه څه د مخنیوي په خاطر چې ده په منځني ختیځ کې یو ناوړه حالت وباله لازم اقدامات کوي. ده وویل د دې کړکېچ د سیاسي حل امکان اوس هم شته او زیاته یې کړه چې د سوریې رژیم لاهم خبرو ته تیار دی.
د سوریې د بهرنیوچارو وزیر ولیدمعلم د بشاراسد له خوا د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوتین په نوم د هغه د ملاتړ په خاطر خپل سیال ته د مننې پیغام هم وسپاره.