د ټایلنډ کې په مرکز کې یوه الوتکه د کېناستو پرمهال له رنوې څخه واوښته

د ټایلنډ د پلازمېنې بنکاک په مرکزي نړیوال هوايي ډګر کې نن یوه الوتکه د کېناستو پرمهال د الوتو له کرښې یا رنوې څخه واوښته.

د ټای ایروېز چارواکي وايي، په پېښه کې څوارلس کسان هغه مهال ټپیان شول چې؛ په بېړنۍ لار له الوتکې راکښته کېدل. د دې هوايي چلند د شرکت د چارواکو په وینا، دا ایربس درې سوه دېرش الوتکه چې ۲۸۸ مسافر او عمله په کې وو؛ د چین له جنوب څخه بنکاک ته رارسېدلې وه.

ویل شوي چې الوتکه د کېناستو د ګېر د ناسم فعالیت له کبله له رنوې څخه واوښته.