عبدالرب رسول سیاف طالبان غلامان وبلل

پخوانی جهادي مشر او د ولسي جرګې غړی عبدالرب رسول سیاف طالبان غلامان وبلل او ویې ویل، دا ډله نه شي کولای چې له افغان دولت سره د سولې مذاکرات وکړي.

ښاغلي سیاف د شهید د اونۍ او د پخواني جهادي قومندان احمدشاه مسعود د دولسم تلین په غونډه کې په دې اړه خبرې وکړې.

نوموړي دغه راز طالبانو ته وویل، چې د بې ګناه خلکو وژنه او د ښځو تښتول په اسلام کې ځای نه لري او په وینا یې هغه کسان چې دا کار کوي، هغه د اسلام او دین دښمنان دي.

وسله والو طالبانو تراوسه د نوموړي د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

امنیتي ځواکونو تراوسه د سیاف د وژل کیدو څو پلانونه شنډ کړي دي.