د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ماین چاودنې دوه افغان پوځيان ووژل

چارواکي وایي، د هلمند د ګرشک په ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې د ملي اردو دوه عسکر وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک آزادي راډیو ته وویل چې؛ دا پيښه نن سهار شوې ده.

د ښاغلي ځواک په خبره د ملي اردو دا عسکر له خپلې پوستې څخه د ولسوالۍ په لور روان وه چې؛ ماین ورباندې و چاودید.