امرخېل: نړېوالې ټولنې د راتلونکو انتخاباتو د مالي ملاتړ ژمنه کړې

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، نړیوالې ټولنې ورسره د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ میلادي کلونو د انتخاباتو د مالي ملاتړ ژمنه کړې ده.

د انتخاباتو د خپلوا ک کمیسیون د دارالانشا رییس ضیا الحق امرخیل نن آزادي راډيو ته وویل؛ چې نړیوالو مرسته کونکو په هغه غونډه کې چې د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې په کابل کې جوړه شوې وه؛ د راتلونکې کال د انتخاباتو د تمویل ډاډ ورکړ.

د ښاغلي امر خیل په خبره د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو لپاره ۱۲۷ میلیونه ډالره بودیجې ته اړتیا ده.

دا انتخابات د راتلونکې کال د حمل په شپاړسمه نیټه کیږي او یو کال وروسته ترې پارلماني انتخابات دي.