د افغانستان د جمهور رییس لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم په دې هېواد په خپل وخت د انتخاباتو په ترسره کېدو ټینګار وکړ.
نوموړي وویل چې، د انتخاباتو له ترسره کېدو پرته هر بل برداشت او فکر د هیواد لپاره زهر دي.
ښاغلي فهیم دا خبرې په کابل کې د شهید د اونۍ او د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود د وژل کېدو د دولسم تلین په غونډه کې وکړې.
تر دې مخکې جمهور رییس حامد کرزي هم څو څو ځلې پر خپل وخت د انتخاباتو په ترسره کیدو ټینګار کړی دی.
څو ورځې مخکې په کابل کې سلګونو قومي مشرانو په یوې غونډه کې وویل چې؛ په روانو امنیتي شرایطو کې انتخابات ناممکن دي او باید دا انتخابات دوه زرو اتلسم کال ته وځنډول شي.