د سربيا او کاسوو صدراعظمان د مخابراتو او انرژۍ په برخه کې پر موافقو سلا شول.
پر دغو تړونونو پرون ناوخته په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پاليسۍ د مشرې کاټرين اشټن، د کاسوو د صدراعظم هاشم تاچي او د سربيا د صدراعظم اوېويڅا داچيڅ ترمنځ په خبرو کې موافقه وشوه.
د موافقو له مخې کاسوو به ټليفون د ډايل کولو نړيوال کوډ ته، چې تمه کېږي ٣٨٣ به وي، درخواست ورکوي. د سربيا د موبايل شرکتونو لپاره دغه حق سربيا ترلاسه کړ. د سربيا او کاسوو ترمنځ به ټليفوني مکالمې د داخلي ټليفوني اړيکو په اندازه لګښت ولري.
دواړو لوريو دغه راز موافقه وکړه چې؛ د کاسوو د شمال په يوه برېښناکوټ کې به کارکوونکي له البانيايي چارواکو سره د مزدورانو په برخه کې تړونونه نه لاسليکوي.