کري: امریکا د سوریې په اړه د م.م امنیت شورا د پرېکړه ترلاسه کول غواړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وايي، وروسته له هغې چې د ملګرو ملتونو څیړنکې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د کارولو په اړه خپل راپور بشپړ کړي؛ واشنګټن دا نه ردوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د سوریې په اړه د پریکړه لیک د ترلاسه کولو لپاره مراجعه وکړي.

جان کري چې پرون یې په پاریس کې د خپل قطري سیال خالد العطیه سره یو ځای څرګندونې کولې؛ وویل چې، ولسمشر بارک اوباما تر اوسه په دې اړه ورستۍ پریکړه نه ده کړې.

په منځني خیتځ کې د نورو مسالو په اړه جان کري وویل، اسرایل او فلسطینیان د سولې د خبرو اترو دوام ته ژمن دي. نوموړي وویل، ټاکل شوې ده چې، په نژدې وخت کې د اسرایلو له صدراعظم بینیامین نتنیاهو سره وګوري او له نوموړي سره د سولې په هڅو خبرې وکړي.

د اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ د سولې خبرې اترې د دې کال د جولای د میاشتې په شلمه نیټه له درې کلن ځنډ وروسته له سره پیل شوې.