د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د جنوبي اسیا د فوټبالۍ د اتلولۍ نهایي لوبې ته لاره ومونده

د افغانستان د فوټبال ټیم د نیپال د فوټبال د ټیم ته په ماتې ورکولو سره د جنوبي اسیا د فوټبالۍ د اتلولۍ نهایي لوبې ته لاره وموندله.

پرون مازیګر د جنوبي اسیا د فوټبال په نیمه پای لوبو کې د افغانستان او نیپال د فوټبال لوبډلې له یو بل سره لوبې ته وتلې وې.

په دې سیالۍ کې د افغانستان د فوټبال ټیم وتوانیده چې؛ نیپال ته د صفر پر وړاندې په یو ګول ماتې ورکړي او په دې توګه یې د جنوبي اسیا د فوټبال د اتلولۍ پای لوبې ته یې لاره وموندله.

افغان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ته د دې بریالیتوب مبارکي ویلې.

د ولسمشر د ویندوی له دفتره یوه خپره شوې خبرپاڼه وايي؛ د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې لوبغاړو په دغه سیالۍ کې ډیرې سختې شیبې په مهارت او کامیابۍ سره ترشا پرېښودې او ستر بریالیتوب یې ترلاسه کړ.

ولسمشر کرزي د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم د ګول کیپر منصور فقیریار د ښې دفاع ستاینه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې، د هیواد د فوټبال ډله به یې د جنوبۍ اسیا د هیوادونو اتلولي وګټي.