ولسمشر حامد کرزي د شنبې په ورځ په کونړ ولایت کې د ناټو په هوايي بمباریو کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله وغندله.
افغان چارواکي وايي، د ناټو ځواکونو یوې بې پیلوټه الوتکې د شنبې په ورځ پر یوه موټر برید وکړ چې؛ د کونړ ولایت له مرکز اسعد اباد څخه د وټپور ولسوالۍ د ګمبیر سیمې ته روان و. د افغان چارواکو په وینا په دې برید کې د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۶ تنه و وژل شول.
له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې؛ ولسمشر کرزي د ولسي خلکو وژل د ټولو منل شویو نړیوالو اصولو پرخلاف کړنه بللې او غندلې یې ده.
د کونړ د امنیې قومندان عبدالحبیب سید خیلي رسنیو ته ویلي دي چې؛ په دې هوايي برید کې لس ملکیان وژل شوي چې؛ څلور ښځې او څلور ماشومان هم په وژل شويو کې شامل دي.
د ناټو په مشرۍ په افغانستان کې د ایساف ځواکونو په دې سیمه کې هوايي بمبارۍ تایید کړې، خو ویلي یې دي، لس تنه مخالف وسله وال یې وژلي او د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه یې بې خبرې ښودلې ده.