په کابل کې د سپیو بازار

Your browser doesn’t support HTML5

خلک وايي، چې په ژویو کې تر ټولو وفاداره یې سپی دی. د یو شمېر افغانانو خوښیږي، چې سپی وساتي او د دغه شوق د پوره کولو لپاره ډېرې پیسې لګوي. په کابل کې یوشمېر سپي خرڅوونکي وايي، چې دوی پخوا به دوی د خلکو په فرمایش ځیني سپي او لیوان له بهرني هېوادونو څخه لکه، پاکستان، تاجکستان، جرمني امریکا او داسې نورو څخه راوړل. خو اوس دوی په هېواد کې دننه ډول ډول سپي پالي او روزي. د محمد شاه په نوم یو تن، چې کلونه کیږي سپي او مرغان خرڅوي وايي، چې دوی د سپیو د خرڅولو له لارې ښه ګټه کوي. زموږ همکار دغه سیمې ته تللی او په دې اړه یې یو لنډ ویډیويي راپور چمتو کړی دی.