"افغان او ایراني چارواکي د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې کوي"

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې وزارت سیاسي معین په کابل کې د ایران له سفیر سره ګوري او په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو او د هغوی د ویزو د آسانتیا وو په اړه خبرې ورسره کوي.

یوه ورځ وروسته له هغه چې په هرات کې د ایران پر ضد له تاوتریخوالي ډکه مظاهره وشوه، د افغانستان او ایران چارواکو پریکړه کړې چې په کابل کې به د روانو ستونزو په اړه خبري سره کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ ټاکل شوې د دغه وزارت سیاسي معین او په کابل کې د ایران سفیرد یکشنبې په ورځ سره وګوري.

د دې لیدني هدف په ایران کې د افغان مهاجرینو ستونزي او د ویزو آسانتیاوي ښودل شوي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زي د یکشنبه په ورځ په کابل کې هیله وښوده چې؛ پدغو لیدنو کتنو کې به د افغان کډوالو ستونزي ژر ترژره هواري شي.

"ټاکل شوې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین ښآغلی ارشاد احمدي په افغانستان کې د ایران له سفیر سره وګوري او د دې پیښي په اړه مفصلې خبري وکړي. د دوی هڅه دا ده چې په هرات کې د ایران د تلو لپاره د ویزو د غوښتونکو ستونزي په دایمي ډول حل و ارزول شي اویوه دایمي پریکړه ورباندي وشي."

د افغان او ایراني چارواکو لیدنه داسي مهال کیږي چې؛ تر دې یوه ورځ دمخه سلګونو افغانانو په هرات کې د ایران د کنسولګرۍ مخې ته مظاهره وکړه

دوی ویل چې د ایران کنسولګرۍ ترې دویزې لپاه د سړي پر سر څلور سوه ایرو اخیستي خو د څو میاشتو راهیسې ورته ویزې نه د ورکړل شوي.

پدغو مظاهرو کې قهریدلو افغانانو د کونسلګرۍ د ودانۍ یوې برخې ته اور واچاوه او په ډبرو او لرګیو یې پرساتونکو حمله وکړه، چې په ترځ کې یې له مظاهره کوونکو څخه یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان شول.

همدې کار د ایراني چارواکو غوصه راوپاروله او په ایران کې یې افغان سفیر د پوښتنو لپاره وروغوښت.

پدې وروستیو کې په ایران کې د افغان کډوالو ستونزي ډیري شوي دي.

شاوخوا یوه اونۍ وړاندي د افغانستان د کډوالو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته ولاړ چې په هغه هیواد کې د شاوخوا شپږ سوه زره افغان کډوالو د ویزو د ستونزو په اړه له ایراني چارواکو سره خبري وکړي.

په همدې سفر کې د ایرن چارواکو افغان پلاوي ته ډاډ ورکړی چې دوی پدې نژدې وختو کې د افغان کډوالو د ایستلو تصمیم نلري او د هغو د ویزو د تمدید په اړه یې یوه اونۍ وخت ترې وغوښت.

خو دا چې پرونۍ مظاهرې به ددغو ستونزو په هواري څومره اغیز وکړي او آیا ایران به د افغان کډوالو د ستونزو د هواري په برخه کې افغان دولت ته ورکړې ژمنه پرځای کړې که نه لا تر اوسه معلومه نه ده.