ولسمشر کرزی د راتلونکو انتخاباتو د مخنیوي هڅې د هېواد په زیان بولي

ولسمشرحامدکرزی وايي، د ۱۳۹۳ کال د انتخاباتو د مخنیوي هڅې د افغانستان په خیر نه دي.

د دولت د ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د ښاغلي کرزي له قوله ویل شوي دي؛ چې وايي، انتخابات باید هرومرو ترسره شي.

افغان ولسمشر دا څرګندونې پرون شنبې د افغانستان د ملي- اسلامي اتفاق او سوکالۍ د شورا له غړو سره په کتنه کې کړي. د دې شورا غړو له ښاغلي کرزي سره په کتنه کې د انتخاباتو د امنیت ټینګولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

افغان ولسمشر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې؛ تېره اونۍ یو شمېر افغانانو د انتخاباتو د ځنډېدو غوښتنه وکړه. دوی په کابل کې په یوه غونډه کې وویل چې؛ انتخابات دې د امنیتي ستونزو په خاطر تر ۲۰۱۸ کال وځنډول شي.