کندز: د سړک غاړې په یوه بمي چاودنه کې یو ښوونکی وژل شوی دی

په کندز ولایت کې پرون د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې یو ښوونکی ووژل شو.

د کندزولایت د خان آباد ولسوال حیات الله امیري آزادۍ راډیو ته وویل چې؛ د عبدالرحمن په نوم دا ښوونکی پرون شنبې ووژل شو.

امیري وايي، دا ښوونکی د خپل کور خوا ته روان و چې؛ ماین پرې وچاودېد. د دې چاودنې مسوولیت تراوسه چا نه دی منلی.