توکیو د ۲۰۲۰م کال د المپیک د کوربه ښار په توګه غوره کړای شو

د المپیک نړیوالې کمیټې د ۲۰۲۰ کال د دوبي د لوبو لپاره توکیو د کوربه ښار په توګه غوره کړ.

د دې لوبو لپاره بل کاندید ښار استانبول و؛ خو په بونس آیرس کې د غوراوي په غونډه کې توکیو تر استانبول زیاتې رایې وګټلې.

د المپیک نړیواله کمیټه IOC وايي چې؛ توکیو شپېته رایې وګټلې خو استانبول ته یوازې شپږدېرش رایې ورکړل شوې.

توکیو په داسې حال کې د ۲۰۲۰ کال د المپیک د دوبي د لولو لپاره د کوربه ښار په توګه غوره شوی چې؛ د فوکوشیما په اټمي بټۍ کې د راډیواکټیف وړانګو د لیک کېدو په برخه کې اندېښنې شته. دا بټۍ د ۲۰۱۱ کال له زلزلې وروسته چې د سخت سمندري توپان باعث شو، سخته زیانمنه شوه.

دا به دوهم ځل وي چې د جاپان پلازمېنه د دې لوبو د کوربه ښار په توګه غوره کېږي. په توکیو کې له دې مخکې په ۱۹۶۴ کال کې هم دا لوبې ترسره شوې وې.

د جاپان دوه نور ښارونه ساپورو Sapporo او ناګانو Nagano د المپیک د ژمنیو لوبو کوربه پاتې شوي دي.

د ۲۰۱۶ کال د المپیک د لوبو کوربه به د برازیل ریو دې جنېرو ښار وي.