وروسته له هغه چې د افغانستان د عامې روغتیا په وزارت کې د لسګونه میلیونه ډالرو مرسته شویو پيسو د ضایع کیدو راپور خپور شو؛ د دې وزارت مسولینو وویل، حاضر دي چې، د ټولو مرسته شویو پیسو په اړه حساب ورکړي.
د عامې روغتیا وزیرې د شنبې په ورځ یوې خبري غونډي ته د وینا پر مهال د سیګار یا د افغانستان د بیارغونې د چارو د څارنې لپاره د امریکا د سرمفتش د ادارې راپور ناقص و باله او په یاد وزارت کې یې د هر ډول فساد موجودیت رد کړ.
ثریا دلیل وویل، چې د عامې روغتیا وزارت هیڅ کله له فزیکي پلوه مالي بودجه په اختیار کې نه درلوده او تل یې د اړتیا پر اساس بودیجه مصرف کړې ده.
"کومه بودجه چې د امریکا د نړیوالي پراختیایي ادارې له خوا موږ ته راکول کیږي، دا بودجه د مصرف په پام کې نیولو سره ټاکل کیږي. یعنې د روغتیا وزارت له فزیکي پلوه هیڅ ډول پيسې په اختیار کې نه لري چې مصرف یې کړي."
میرمن دلیل دغه راز وویل، چې د یاد وزارت پروګرامونه د جمهوري ریاست او د مرسته کونکو نړیوالو ادارو له خوا تفتیش کیږي.
سيګار يا د افغانستان د بيارغونې د چارو د څارنې لپاره د امريکا د سرمفتش اداره په افغانستان کې د امريکا د مرستو د مصرف د څرنګوالي په اړه څېړنه کوي.
سيګار په خپل تازه راپور کې ويلي چې؛ د امريکا د نړيوالې پراختيایې ادارې يا "يو. ايس. ايډ" له دې سره سره د افغانستان عامې روغتيا وزارت ته په مليونونو ډالر ورکړي چې؛ په دغه وزارت کې د مرستو د ضايع کېدو کېدو خطر شته.
د امريکا د نړيوالې پراختيا ادارې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت ته د اټکل له مخې ۲۳۶ مليون ډالر ورکړي؛ خو بيا يې مصرف نه دی محاسبه کړی.
سيګار دغه راز د امريکا د نړيوالې پراختيا ادارې ته سپارښتنه کړې چې نور د افغانستان عامې روغتيا وزارت ته تر هغو مالي مرسته ورنه کړي څو دې وزارت پر خپلو پروژو د مصرف شویو پیسو په اړه حساب نه وي ورکړی.
خو د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایې، ښایې دا ارقام د هغو پروژو وي چې د یو اس ایډ لخوا یې د تمویل چارې لغوه شوي دي او یا هم نه دي عملي شوي.