د سومالیا په مرکز موګدیشو کې یوې چاودنې پنځلس کسان وژلي دي

د سومالیا په مرکز موګدیشو کې یوه رستورانت ته نږدې مرګونې بمي چاودنه شوې او د پولیسو په وینا، لږ ترلږه ۱۵ کسان په کې وژل شوي دي.

په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي چې؛ چاودنه د یوه موټر بم او ځان وژونکي په واسطه شوې ده.

په دې حملې کې لږ ترلږه شل کسان ټپیان شوي او مسوولیت یې کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.