د امریکا د باسکټبال ستوري "دینیس راډمان" د دوهم ځل لپاره د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اوون سره وکتل.
راډمان په پیکنګ کې خبریالانو ته نن وویل؛ چې کیم یې د ټول ژوند ملګری او دوست دی:
"کیم جونګ اوون زما د ژوند ملګری دی؛ دا مهمه نه ده چې، تاسې یې په اړه څه فکر کوئ."
د امریکا د باسکیټبال پخواني مشور لوبغاړي دغه راز وویل؛ دا د ده کار نه و چې؛ د کوریایي ټبري امریکایي "کینیټ بیي" په اړه یې خبرې کړې وای.
بیي په شمالې کوریا کې په پنځلس کاله بند محکوم دی. راډمان مخکې ویلي چې، ممکن د بیي د خوشې کېدو غوښتنه به وکړي.
د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس وایي؛ کیم او راډمان په خپلو کې دوستانه خبرې وکړې.