ملي شورا تر ۴۵ ورځنۍ رخصتي وروسته نن بیا خپل کار پیلوي

د افغانستان ملي شورا له ۴۵ ورځنۍ رخصتي وروسته نن یو ځل بیا خپل کار پیلوي.

د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان آزادي راډیو ته وویل چې؛ د کابینې نویو غړو ته د رایې ورکول او د ځینو قوانینو تصویبول د دې جرګې د کار په لومړیتوبون کې دي:

په دې وروستیو کې ولسمشر کرزي د عمر داود زی د کورنیو چارو د وزارت د سرپرست، رحمت الله نبیل د ملي امنیت د عمومي ریاست د سرپرست او اکرم خپلواک د قومونو او قبایلو چارو د وزارت د سرپرست په توګه ټاکلي دي.