په افغانستان کې د بریتانیا د بېلوټه الوتکو حملې اوه برابره زیاتې شوي دي

د بریتانیا په رسمي ارقامو کې چې د جمعې په ورځ خپاره شول؛ ښودل شوي چې، د دې هېواد پوځ په افغانستان کې په ۲۰۱۲م کال کې د تېرو پنځو کلونو په پرتله، اوه برابره زیات د بې پیلوټه الوتکو توغندي ورولي دي.

د بریتاینا دفاع وزیر اندریو رابرتان Andrew Robertan د خپل هېواد پارلمان ته وویل؛ د دوی بې پیلوټه الوتکو په ۲۰۱۲م کال کې د افغانستان په فضا کې ۸۹۲ الوتنې کړي او له ۹۲ مواردو زیات یې توغندي ورولي دي.

د بریتاینا بې پیلوټه الوتکې چې په لیزر توغندیو سمبالې دي؛ د وسله والو پر هدفونو حملې کوي.

د امریکا متحده ایالات هم په افغانستان، پاکستان او یمن کې د القاعده شبکې او طالب وسله والو پر ضد د بې پیلوټه الوتکو حملې کوي او تر اوسه یې د هغوی زیات شمېر مشران وژلې دي.