د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادو مشران د پرون ماښام په کاري مېلمستیا کې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د یوې مشکوکې حملې په وړاندې د ګډ دریځ په خپلولو کې پاتې راغلل.
د کریملین ویاند دیمیتري پيسکوف خبریالانو ته وویل چې د روسیې په سنت پیترزبورګ کې د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادو مشران د سوریې په برخه کې تقریبا یوشان بې اتفاقه وو.
ولسمشر بارک اوباما د اګست په یویشتمه دمشق ته نژدې د کیمیاوي وسلو د هغې حملې په خاطر چې امریکا وايي، له یوزراو څلورسوو زیات کسان پکې ووژل شول، د سوریې پرضد د اقداماتو غوښتنه کړې خو د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین ویلي چې د ملګروملتونو له تایید پرته هرراز اقدام به تېری وي. په ملګروملتونو کې دامریکا سفیرې سامانتاپاور پرون پر روسیې تور ولګاو چې د ملګروملتونو امنیت شورا یې د سوریې په مسئله کې یرغمل کړې ده:
(حتی په ډېرې سپین سترګۍ سره د کیمیاوي وسلو د کارولو پرضد د نړیوالو معیارونو د ماتېدو باوجود، روسیه د امنیت شورا یرغمل نیولو ته دوام ورکوي او د کیماوي وسلو د کارولو د اعلامیې د یوه ګډونوال په توګه له خپلو نړیوالو مسوولیتونو سترګې پټوي.
هغه څه چې موږ پرې خبر یو، د سوریې خلک پرې خبر دي، دا دي چې د هغه امنیت شورا چې باید له نړیوالو بحرانونو سره مقابله وکړي، دا امنیت شورا نه ده.)
چین چې د امنیت شورا د ویتو حق لرونکی بل غړی هېواد دی هم د سوریې پرضد د پوځي اقدام مخالفت کوي.