حامد کرزی: ټول افغانان دې نجونو ته د ښونځیو د تګ اجازه ورکړي

افغان ولسمشرحامد کرزي له ټولو افغانانو غوښتي دي چې؛ نجونو ته د ښونځیو د تګ اجازه ورکړي.

ښاغلي کرزي دا څرګندونې په ګرم سیر سیمو کې د نوي تعلیمي کال د پيل په مناسبت په خپله راډیویي وینا کې وکړې.
د هیواد په دیارلسو تودو ولایتونو کې نوی تعلیمي کال سبا پیلېږي.

افغان ولسمشر پر وسله والومخالفینو هم غږ وکړ چې له پوهنې سره دښمني پای ته ورسوي.