چارواکي په غزني ولایت کې له طالبانو سره په نښته کې د شپږو وسله والو مخالفینو د مړینې خبر ورکوي.
د غزني امنیتي چارواکي وايي، نښته نن سهار وروسته له هغه پیل شوه چې طالبانو په اندړو ولسوالۍ کې د سیمه ایزو پولیسو پر یوه پوسته برید وکړ.
د اندړو ولسوال قاسم خان دیسیوال آزادۍ راډیو ته وویل، له نښتې وروسته د طالبانو پرضد پاڅونوال له امنیتي ځواکونو سره یوځای سیمې ته ورسېدل:
(د هېواد او خاورې مخالفینو د ابراهیم خېلو پر پوسته حمله وکړه، خو پولیسو کلکه مقابله ورسره وکړه چې په نتیجه کې شپږ مخالفین له مینځه تللي، دوی له ساحلې وتښتېدل څلور ټپیان دي، شپږ مړي.)
د اندړ د ولسوال په وینا په دې نښته کې افغان ځواکونو او د طالبانو ضد پاڅونوال ته زیان نه دی اوښتی. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.