د پاکستان پوليس ادعا کوي د ګلګت د حملې اصلي طراح يې نيولي دي.
په دې حمله کې، چې د جون په مياشت کې وشوه، لس تنه بهرني غرختونکي وژل شوي ول.
د ګلګت د سيمې پوليسو پرون پنجشنبې د پاکستاني طالبانو پخواني قومندان قريب الله اکه حسن د حملې د طراح په شک ونيوه.
وسله والو کسانو د سږ کال د جون په درويشتمه نېټه د ننګه پربت د غره د څوکې په لمنه کې بهرني غرختونکي او د هغوي پاکستاني لارښود وويشتل.
په وژل شويو بهرنيانو کې يو امريکايي، چې د چين تابعيت يې هم درلود، درې اوکراينيان ، دوه سلواکيان، دوه چينايان، يو ليتوانيايي او يو نيپالي و.
پاکستاني طالبانو او د جندالله ډلې د حملې مسووليت په غاړه اخيستي و.
پوليس همداراز وايي چې قريب الله د دوو دولتي مامورينو، چې د دې پېښې په اړه يې څېړنه کوله، پر وژلو تورن دي.