روحاني : محمد جواد ظريف به د اتومي پروګرام پر سر د خبرو مشري کوي

د ايران ولسمشر حسن روحاني اعلان وکړ چې؛ د بهرنيو چارو وزير به د نړۍ له سترو هيوادونو سره د دغه هېواد د اتومي پروګرام پر سر د خبرو مشري کوي.

روحاني دا اعلان پرون د ولسمشرۍ په ويبپاڼه کې وکړ.

د ښاغلي روحاني په ويبپاڼه کې په دې اړه نور جزييات نه دي ورکړاي شوي. خو له دې داسي ښکاري چې د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف به يا د راتلونکو خبرو مشري کوي او يا به د خپل وزارت کوم بل چارواکي ته دا دنده سپاري.

تر دې مخکې له سترو قدرتونو سره د ايران د خبرو مشري د دغه هيواد د ملي امنيت د عالي شورا د مشر په غاړه وه.
په همدې حال کې د اروپايي اتحاديې د بهرنۍ پاليسۍ د مشرې ويندوي مايا کوشيان څيڅ (Maja Kocijancic) ازادي راډيو ته په مرکه کې وويل چې مېرمن اشتون له ايران سره خبرو ته تياره ده.

"جګپوړې استازې کاترين اشتون او د اي درې جمع درې (E3+3) هيوادونه د خبرو د ژر تر ژره پيلولو لپاره پوره تيار دي او موږ له ايراني لوري سره په تماس کې يو.»

د اروپايي اتحاديې د بهرنۍ پاليسۍ مشره کاترين اشتون د سترو قدرتونو په استازيتوب له ايران سره د خبرو مشري کوي.
محمد جواد ظريف، چې پخوا په ملګروملتو کې د ايران دايمي استازي و، د ايران يو معتدله سياستوال ګڼل کېږي.