د افغانستان د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته یو نوی ایتلاف رامنځ ته شو چې؛ وايي په انتخاباتو کې د ګډون ترڅنګ به په هېواد کې د سولې پروسې ته هم کار وکړي.
د افغانستان د ملي تفاهم مجمع په نوم د دې ایتلاف مشري د ولسي جرګې غړی سید اسحاق ګیلاني کوي.
ښاغلي ګیلاني په دې اړه جوړي شوي غونډې ته د وینا پر مهال له وسله والو طالبانو سره د حکومت د سولې روانې هڅې ناکامې وبللې.
خو د سولې عالي شورا بیا وایې، چې د سولې دا ډول خورې هڅې به ښه نتیجه ورنکړي.
د افغانستان د ملي تفاهم د مجمع په نوم د تازه جوړ شوي ایتلاف مسولین ادعا کوي، چې د وسلوالو طالبانو استازي هم په دې ایتلاف کې ورسره دي.
دې ایتلاف د پنجشنبې په ورځ په کابل کې رسما خپل موجودیت اعلان کړ، چې مسولین یې وايي، لس سیاسي ګوندونه او یوسلو لس بېلابېل سازمانونه او بنسټونه یې غړیتوب لري.
د دې مجمع مشر سید اسحق ګیلاني د پنجشنبې په ورځ په دې اړه جوړې شوي غونډې ته د وینا پر مهال د سولې روان بهیر ناکامه وباله.
ښاغلي ګیلاني په دې اړه وویل:
(سوله په مهارت، تدبیر او د دواړو لورور ترمنځ د اعتماد د جوړیدو پر اساس رامنځ ته کیدای شي.
موږ نشو کولای سوله په ریاض، دوحې او یا انقرې کې و لټوو. د سولې لپاره باید د افغانستان کلیو ته ولاړ شو. )
ښاغلي ګیلاني پرته له دې چې د چا نوم واخلي وویل، د طالبانو یو استازی هم په یاد ایتلاف کې شامل دی.
که څه هم د ملي تفاهم د مجمع مسولینو د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته کوم ځانګړی کاندید معرفي نکړ، خو هیله یې و ښوده چې ژر تر ژره به یو کاندید معرفي کړي او یا به هم له یوه کاندید څخه ملاتړ وکړي.
وسلوالو طالبانو تراوسه د ښاغلي ګیلاني د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو پخوا تر دې یې ګواښونه کړي، چې راتلونکي انتخابات به ګډوډ کړي.
اخوا د افغانستان د سولې عالي شورا بیا وایې ، چې یاد ایتلاف اصلاً د خپلو سیاسي اهدافو لپاره جوړه شوې ده خو زیاتوي چې که دا ډول سیاسي جریانونه و کړای شي وسله وال طالبان د جګړې پریښولو ته و هڅوي نو دا به یو ښه اقدام وي.
په دې وروستیو کې د افغانستان د جمهوي ریاست راتلونکو انتخاباتو ته د ایتلافونو جوړیدو ته هڅې زیاتې شوي او ښايي د سولې پروسه ددې اتیلافونو د انتخاباتي کمپاینونو یوه توده مسله واوسي.
جمهور رییس حامد کرزي تیره میلادي میاشت پاکستان ته په خپل رسمي سفر کې هڅه وکړه چې د سولې له پروسې سره د پاکستان همکاري جذب کړي.
افغان چارواکو ویلي په دې سفر کې پاکستان د همکاریو ژمنې کړي، خو اوس ددې هیواد له خوا د عملي اقداماتو په انتظار دي.