د سوریې د ګاونډیو هېوادونو یو شمېر وزیرانو په جینوا کې پرون د سوریې د شخړو په اړه غونډه وکړه.
د عراق د بهرنیو چارو وزیر هوشیار زیباري وویل، د دغې غونډې د جوړیدو علت دا و چې؛ د سوریې د شخړو دوام پر دغو هېوادو ناوړه اغیز کوي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داوود اغلو بیا څرګنده کړه چې؛ د سوریې د شخړو لپاره یوه نړېوال پوهاوي ته اړتیا شته:
«هغه څه ته چې موږ په ترکیې کې یو ډول فکر کوو او د هغه یو مخ ملاتړ کوو، دا دی چې موږ د سوریې د شخړو لپاره په نړېواله کچه پوهاوي ته ضرورت لرو. که اوسنی حالت دوام وکړي، که د ملکي خلکو پرضد تاوتریخوالی دوام وکړي او که چیرته د نړېوالې ټولنې له لورې هیڅ اقدام ونه شي، د سوریې ټولو ګاونډیو هیوادو ته به ډیر زیات مهاجر ورمات شي.»
د جینوا په غونډه کې د لبنان د بهرنیو چارو وزیر وایل ابو فاعور بیا د سوریې په برخه کې د نړېوالې ټولنې عکس العمل د مایوسۍ وړ وباله.