د افغانستان د فوټبال ملي ټیم به د مالدیف د فوټبال له ملي ټیم سره لوبه وکړي

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم به سبا د مالدیف د فوټبال له ملي ټیم سره لوبه کوي.

دغه لوبه د جنوبي اسیا د فوتبال لوبو په لړ کې په نیپال کې ترسره کیږي.

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم پرون د سریلانکا ټیم ته درې د یوه په مقابل کې ماتې ورکړه.

له دی مخکې یي بوتان درې د صفر په مقابل کې مات کړی و.

په دغو لوبو کې چې د بوتان په مرکز کتمندو کې روانې دي د اتو هېوادونو د فوتبال ټیمونو په کې برخه اخیستې او افغانستان لومړنی ټیم دی چې سیمي فاینل ته ووت.