د فرانسې صدراعظم ( ژان مارک ایرو ) خبرداری ورکړی دی چې که په سوریه کې کېمیاوي برید ته ځواب ونه ویل شي په ټوله سیمه کې به سوله او ثبات له ګواښ سره مخ شي.
د فرانسې په پارلمان کې پرون د خبرو پر مهال نوموړي وغوښتل چې؛ د سوریې د حکومت پر ضد د پوځي عملیاتو لپاره ملاتړ تر لاسه کړي.
د فرانسې صدراعظم وویل، که عکس العمل ونه ښودل شي نو دا به شمالي کوریا او ایران ته د هغوی د اتومي پروګرامونو په اړه یو ناسم پیغام ورکړي.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولنډ ویلي، د کېماوي وسلې د کارولو له کبله په سوریه کې د بشار الاسد د رژیم خلاف به د امریکا د متحدو ایالتونو په هر ډول عملیاتو کې ملګرې و اوسي.
نوموړی د اپوزیسون ددې غوښتنې په وړاندې چې د سوریې د عملیاتو په اړه پریکړه دې له پارلمان سره شریکه شي مقاومت ښودلې دی.