د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې غړیو یو پریکړه لیک تصویب کړی

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې غړیو یو پریکړه لیک تصویب کړی دی چې په کې د امریکا حکومت ته اجازه ورکړل شوې، څو د سوریې د کېمیاوي وسلې د کارولو د وړتیا د له منځه وړلو لپاره مشخص پوځي بریدونه ترسره کړي.

په دې پریکړه لیک کې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ته اجازه ورکړل شوې ده چې؛ په سوریه کې یو مشخص او دقیق پلان شوی پوځي ماموریت چې له نوي ورځو زیات دوام ونه کړي تر سره کړي. د دې پریکړه لیک له مخې په عملیاتو کې به له هیڅ ډول مځکنیو ځواکونو کار نه اخیستل کېږي.

په دې اړه رایي وروکول یوه ورځ وروسته تر هغې ترسره شول چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري او د دې هېواد دفاع وزیر چک هیګل د دې بریدونو لپاره د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې ملاتړ وغوښت.

د دوي په وینا دا مهال د امریکا اعتبار او د ملي امنیت ګټې له ازمایښت سره مخ دي چې دمشق ته نژدې د اګست په یو ویشتمه نیټه ددې کېماوي برید په اړه څه ډول عکس العمل وښودل شي.

د امریکا د سنا او استازو مجلسونه هم باید دا پریکړلیک تصویب کړي څو د عملي کېدو وړ وګرځي.