یو امریکايي جنرال ویلي طالبان نور د افغان حکومت د نسکورولو توان نه لري

یو امریکايي جنرال ویلي طالبان نور د افغان حکومت د نسکورولو توان نه لري خو هغوی کولی شي چې د یوې اوږدې مودې لپاره جګړې ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مرستیال قومندان ډګر جنرال مایک میلي له کابل څخه د ویډیو کانفرانس له لارې په واشنګټن کې خبریالانو ته په دې اړه څرګندونې کړي دي.

نوموړې ویلي دي چې؛ په افغانستان کې د جګړې لوری د افغان حکومت په پلوی بدل شوی دی خو د افغانستان ملي اردو او پولیس له درنو مرګ ژوبلو سره مخ دي.

د جنرال میلي په وینا هره اونۍ له پنځوسو څخه نیولې تر سلو پورې افغان سرتیري وژل کېږي.