ولسمشر حامد کرزي په غزني کې د طالبانو له خوا د یو سپین ږیري دیني عالم او د هغه د دوو زامنو وژل په کلکو ټکو غندلي دي.
د غزني چارواکي وايي، وړمه شپه طالبانو په دې ولایت کې د یو سپین ږیري دیني عالم مولوي نورالحق پر کور برید وکړ، خپله مولوي نورالحق او د هغه دوه زامن یې ووژل.
له ارګ څخه خپره شوې خبرپانه د ولسمشر حامد کرزي له خولې وايي:
((طالبانو ته د هغوي د بهرنیو بادارانو له خوا د اسلام د تخریب او بدنامولو وظیفه ورسپارل شوې ده.))
د ښاغلي کرزي په وینا طالبانو ته دا دنده ورکړل شوې ده چې؛ پر جوماتونو او د خلکو پر دیني مراسمو بریدونه وکړي او د افغانستان دیني عالمان ووژني.
ولسمشر کرزي خبرداری ورکړی چې طالبان به د خپلو دې کړنو له کبله چې نوموړې غیرې اسلامي او وحشي کړنې بللې افغان ولس ته ځواب ورکونکې و اوسي.
طالبانو د مولوي نورالحق د وژلو مسووليت منلی او دغه نوي کلن ديني عالم يې اربکې بللی دی.