اوباما: نړېوال د سوريي په اړه چوپه خوله نشي پاتې کیدای

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما بیا ټینګار وکړ چې؛ نړېواله ټولنه د سوریې د کېمیاوي وسلو د وحشیانه حملې په وړاندې چپه خوله نشي پاتې کېدای.

اوباما د سویډن په پایتخت ستاکهولم کې د دې هېواد له صدراعظم فریدریک رینفیلد سره له خبرو وروسته په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل:

"د سویډن صدراعظم فریدریک رینفیلډ او زه له دې سره موافق یو چې؛ د دغسې وحشیانه عمل په وړاندې نړېواله ټولنه نشي کولای غلې پاتې شي او که د دغې حملې په وړاندې اقدام کې پاتې راشو نو د ا به د دا ډول نورو حملو خطرونه زیات کړي او احتمالا نورهېوادونه به هم دغسې وسلې وکاروي."

واشنګټن وایي، د اګست په ۲۱ د د مشق په لمنه کې د اسد د رژیم د ځواکونو له خوا د کېمیاوي وسلو په حمله کې له ۱۴۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

اوباما د روسیې په سنت پترزبورګ ښار کې د جي شل په سرمشریزه کې د ګډون په هدف سویډن ته رسیدلی دی.

سپینې ماڼۍ ویلي، اوباما سویډن ته د سفر هدف وروسته له هغې وټاکه چې؛ د امریکا د استخباراتو د ادارې د پخواني قراردادي اډوارډ سنوډن د مسالې پرسر د راپورته شویو اختلافاتو له امله یې په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره کتنه لغوه کړه.

سنوډن چې روسیې ورته په موقت ډول سیاسي پناه ورکړې، په نړۍ کې یې د امریکا د څارنې پټ پروګرام افشا کړی او واشنګټن یې د ورسپارلو او محاکمې غوښتنه کوي.

ویل کېږي، د جي شل سرمشریزه به هم تر ډیره د سوریې د حالاتو تر سیورې لاندې وي.

فرانسې چې؛ پر سوریې د محدودي پوځي حملې په اړه یې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د اعلان ملاتړ کړی، د دې هېواد پارلمان هم نن په یوې ځانګړې غونډه کې د سوریې پر وضعیت خبرې کوي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د کېمیاوي وسلو د حملې په خاطر په ښکاره د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم پر ضد د امریکا د پوځي اقدام ملاتړ کړی دی.

په پام کې ده چې؛ د فرانسې صدراعظم ژین مرس ایرولت به د پارلمان ولسي جرګې ته وینا وکړي او د بهرنیو چارو وزیر لاورینت فابیوس به سنا جرګې ته.

له غونډې مخکې د بهرنیو چارو وزیر د فرانسې اینفو راډیو ته وویل چې؛ پوځي اقدام به له دې سره مرسته وکړي چې؛ د سوریې په څه باندې دوه کلنه کورنۍ جګړه کې د اسد د رژیم او د وسله والو مخالفینو ترمنځ د قدرت یو تعادل رامنځ ته شي.

فابیوس زیاته کړه، دغه راز دې ته اړتیا ده چې؛ د دغسې وسلو د استعمال د خطرونو په اړه په نړۍ کې دیکتاتورانو ته یو قوي پیغام ورکړل شي:

"خطرونه یواځې سوریې ته متوجه نه دي بلکه ګاونډیو هېوادونو په تیره بیا لبنان ته چې موږ ورسره خاصې اړیکې لرو او نورو ته دا خطرونه متوجه دي.

تاسو د بشارالاسد د وسلو زیرمې ولیدې، هغه نه یواځې دا چې د نه باور وړ کېمیاوي وسلې لري بلکه د توغولو وسایل هم لري.

تر ټولو مهم د پنځه کېلو متره اوږده واټن توغندی دی چې؛ نن ورځ یې په نړېوال مارکېټ کې سړی موندلی شي.

دا توغندی کېدای شي اوږد واټن ووهي، خطر یواځې بشارالاسد نه دی بلکه خطر په نړۍ کې ټول دیکتوران دي."


د فرانسې حکومت د تیرې دوشنبې په ورځ د پارلمان غړیو ته هغه شواهد وړاندې کړل چې؛ ښیي د اسد رژیم دغه د ډله ییزې وژنې وسلې کارولي دي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د مخالفینو د هغې غوښتنې په وړاندې دریدلی چې؛ ویلي یې دي پر سوریې د هر پوځي اقدام په اړه پریکړه باید د دې هېواد پارلمان تایید کړي.

تردې مخکې د امریکا بل نژدې متحد د بریتانیا پارلمان پر سوریې د پوځي اقدام په وړاندې مخالفت وښود.

خو د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې پرون د هغه پریکړه لیک مسوده تصویب کړه چې؛ پر سوریې محدودې پوځي مداخلې ته اجازه ورکوي.

د امریکا کانګرس به راتلونکي اونۍ په سوریه کې د پوځي مداخلې په اړه رایې واخلي.