افغانستان TIR له لارې د نړۍ له ۵۷ هېوادونو سره ونښلول شو

افغانستان د لومړي ځل لپاره رسماً د ځمکني ټرانزیټ او ټرانسپورټ د نړېوال سیسټم یا TIR له لارې د نړۍ له ۵۷ هېوادونو سره ونښلول شو.

د مالیې وزارت وايي، چې د دې سیسټم پلي کیدل به د ګمرک او نړیوالې سوداګرۍ له پيچلو پروسیجرونو څخه مخنیوی و کړي او د سوداګريزو مالونو د امنیت په تضمینولو سره به د هیواد د اقتصاد د ودې لپاره زمینه برابره کړي.

د چهارشنبې په ورځ د افغان سوداګریزو مالونو موټر رسما د ټي آی آر د ټرانزیټ او ټرانسپورټ ویزه تر لاسه کړه.

افغان چارواکي وايي، چې په افغانستان کې د ټیرپه نوم د ټرانزیت د نړیوال سیسټم په فعالیدو سره به د ځمکني ترانزیټ په برخه کې په ځانګړي توګه په ګاونډیو هیوادونو کې د افغان سوداګرو د سوداګریزو مالونو پر وړاندي موجوده ستونزې یوه اندازه کمې شي

د دې سیسټم د پرانیستلو په مراسمو کې چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې جوړ شوي وه، د مالیې ، ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارتونو او د سوداګرۍ او صنایعو د خونو او د جاده یې نړیوال ټرانسپورټ د سازمان استازو برخه اخیستې وه.

د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال د ټیرسیسټم فعالیدل په هیواد کې د بهرنۍ پانګه اچونې د جلبولو او د اقتصاد او صادراتو د ودې په برخه کې یو مهم ګام و باله .

ده زیاته کړه، چې دا سیسټم به د افغان سوداګرو د مالونو د انتقال په برخه کې ډیرې آسانتیاوي رامنځ ته کړي.

“ټول مالونه چې افغانستان ته را وړل کیږي، په لاره کې درول کیږي او تلاشي کیږي. د وخت د ضایع کېدو ترڅنګ د هغوی پر بیو هم اغېز کوي، خو اوس موږ د داسي یوه سازمان غړي کیږو، چې د افغانستان د ټرانزیټ، سوداګرۍ او پاني اچوني لپاره ډیر مهم دی، زموږ د غالیو او وچې مېوې برخي به ډیره وده وکړي او زموږ اقتصاد غښتلی کیږي.”

د ټیر د ټرانسپورټ نړیوال سیسټم چې د نړیوال ټرانسپورټ په برخه کې آسانتیاوي جوړوي، د جاده یې ټرانسپورټ د نړیوالې ټولنې له لاري د دې سازمان د غړیو هیوادونو تر منځ عملي کیږي.

افغان چارواکي وايي، چې افغانستان په ۱۹۸۳ میلادي کال کې د ټیر د کنوانسیون غړیتوب تر لاسه کړ خو د نا مساعده شرایطو له وجې ددې سازمان یو غیر فعاله غړی وو.

اوس د ټیرترانزیتي سیسیتم له ۷۴ هیوادونو څخه ۱۷۰ غړي سازمانونه لري.

له دې ډلې څخه یوازي ۶۸ غړیو هیوادونو د ټیر د ترانزیتي سیستم تړون لاس لیک کړی او ۵۷ هیوادونه عملا له همدې سیسټم څخه کار اخلي.

د هوانوردی او ټرانسپورټ وزارت مرستیال جارالله منصوري هم دا یو ګټور سیسټم و باله او زیاته یې کړه، چې د دې سیسټم په فعالیدو سره به په ټولو غړیو هیوادونو کې د ټرانزیټ پروسیجر او قوانین په یوه ډول عملي شي.

ده زیاته کړه، چې په دې سره به نه یوازي دا چې د افغان سوداګرو مالونه د غلو له خطره خوندي وي، بلکه د سوداګرو مالونه به د هر ډول پيښې په وړاندي نړیوال تضمین او د ګمرکونو یو شان کنټرول تر لاسه کړي.

په همدې حال کې د دې سازمان یوه غړي مراد بیک عظیم بیګو د سوداګرو د مالونو پر خوندیتوب او د غړو هیوادونو پر همکارۍ ټینګار وکړ.

“موږ هیله لرو، چې د افغانستان صادرات به له خوندي لارو څخه د اروپا او مرکزي اسیا او ان نورو مارکیټونو بازارونو ته ورسیږي، موږ ژمن یو چې په دې برخه کي له خپلو افغان همکارانو سره کار وکړو.“

اخوا د سوداګرۍ او صنایعو د خونو مسولان له خصوصي سکټور څخه غواړي، چې له دې فرصت څخه د ځان او هیواد د اقتصاد د ودې لپاره کار واخلي.

د کارپوهانو په باور په وروستیو کلونو کې د سوداګرۍ او پانګه اچونې بهیر په لویو لارو کې د غیر قانوني مالیو د اخیستلو او له ګاونډیو هیوادونو سره د ټرانزیټي ستونزو له وجې له له رکود سره مخامخ وو.

اوس یو شمیر دا کارپوهان وايي، چې د دې سیسټم په فعالیدو سره به یو ځل بیا په افغانستان کې د خصوصي پانګې اچونې لپاره هیلې پیدا شي.