پوتین خبرداری ورکړ چې؛ لویدیځ د سوریې پر ضد یو طرفه عمل کوي

پوتین خبرداری ورکړ چې؛ لویدیځ د سوریې پر ضد یو طرفه عمل کوي. ده دا هم ومنله چې روسیې، سوریې ته یو شمير د هوایي دفاع S-300 ډوله توغندي ورکړې، خو د نورو لیږل یي بند کړی دي.

پوتین د امریکا د جمهور رئیس بارک اوباما د هغې پریکړې له امله خواشیني وښودله چې؛ د شلو سترو صنعتي هېوادونو د مشریزې غونډې په څنګ کې یي له ده سره یو په یو کتنه لغوه کړه.

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پویتن وایي، که چیرې ملګري ملتونه ثابته کړي چې؛ دمشق پر خپلو خلکو زهري غاز استعمال کړي، مسکو به پر سوریې باندې د دې سازمان د پوځي حملې د پریکړه لیک مخه ونه نیسي:

"که چېرې موږ په دې اړه چې دا جنایت چا کړی، بې پري او دقیق معلومات تر لاسه کړو، نو هغه مهال به غبرګون ښکاره کړو. خو دا به سمه نه وي چې په اوس وخت کې مخکې له مخکې، د هغه یا دغه عمل وړاندیز وکړو.

زه ډاډ درکوم چې موږ یو اصولې دریځ غوره کړی او غواړم ووایم، زموږ دریځ دا دی چې د ډله ییزې وژنې د وسلو استعمال یو جنایت دی."

پوتین دا څرګندونې د شلو سترو صنعتي هیوادو د غوڼډې په درشل کې د سوریې او نورو مسلو په اړه له اسوشئتد پریس آژانس او د روسیې له یوه تلویزیون سره مرکې کې کړی دي.

د امریکا د متحده ایالاتو سناتور جان مککین چې له اوږدې مودې راهیسي په سوریې کې د قوي پوځې مداخلې ملاتړ کوي، د سوریې د شخړې په اړه د کانګرس د استماعیه غونډې په جریان کي یي د خپل موبایل ټيلفون له لارې په پوکر لوبې شرط تاړه.

د واشنګټن پوست ورځپاڼې تصویر اخیستونکي په داسي حال کي د مککین عکس اخیستی چې د سه شنبې په ورځ د سنا په استماعیه غونډه کي یي په پوکر لوبې کي شرط واهه.

د سنا په استماعیه غونډې کې جګ پوړو امریکایي چارواکو پر سوریې باندي د پوځې حملې لپاره د کانګرس د غړیو د ملاتړ حاصلولو هڅه کوله.

مککین منلې چې استماعیه غونډې له درې ساعتو زیات دوام وکړ او د غونډې په جریان کي یي د پوکر شرط وهلی او په زرونو ډالر یي بایللې دي، خو پیسي جعلي وي.