افغانستان د سریلانکا د فوټبال ټیم ته ماته ورکړه

افغانستان د سریلانکا د فوټبال ټیم ته چې؛ نن یي په نیپال کې لوبې کولې، درې د یو په وړاندې ماته ورکړه.

تر دې مخکې د افغانستان د فوټبال ملي ټیم درې د صفر په وړاندې بوتان ته ماته ورکړه.

ټاکل شوې ده د افغانستان او مالدیف د فوټبال ټيمونو ترمنځ راتلونکې سیالۍ د چهارشنبې په ورځ په نیپال کې ترسره شي.