اسحاق زی: له عزیزي بانک څخه د پیسو تښتونه په کلکه څیړو

راپور: اسدالله لودین


د افغانستان لویه څارنوالۍ تاییدوي چې؛ د عزیزي بانک یوې ښځینه کارکوونکي له دې بانک څخه یوولس نیم لکه ډالر تښتولي دي.

د لویې څارنوالۍ له فساد سره د مبارزې د برخې مشر د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې؛ دوي د دې نجلۍ د نیولو لپاره هلې ځلې پيل کړي دي.

د افغانستان بانک مسولین هم دا مسئله تاییدوي خو وایي، چې د بانکي مسایلو له نظره دا یوه وړه غلا ده او مخه یې هم نه نیول کیږي.

د لویې څارنوالۍ مسولین وایي، چې له عزیزي بانک څخه یې د پيسو د تښتونې په تړاو تر اوسه یوازې هغه کس نیولی چې؛ د بانک د دې کارکوونکې ضمانت یې کړی وو.

د لویې څارنوالۍ له فساد سره د مبارزې د برخې مشر سیدعلم اسحاق زی وایي چې؛ د نور پرمختګ لپاره یاده موضوع اوس ددې ادارې د جرمي تحقیقاتو په ریاست کې تر څیړنې لاندې ده.

ښاغلي اسحاق زي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دوی د کورنیو چارو وزارت په ګډون، له هوایي ډګرونو او نړیوالو پولیسو څخه ددې نجلې د نیول کیدو غوښتنه کړې:

"د دې مظنونې ښځېنه کارکوونکې ضمانت د دوی د یوه همکار له خوا شوی وو، مونږ ضامن را وغوښت، توقیف مو کړ او دوسیه مو د لویې څارنوالۍ د جرمي تحقیقاتو ریاست ته ولیږله، انټرپول ته مو هم مکتوب لیږلي، میدان هوایي او ټولو ځایونو ته مو اطلاع ورکړې ده چې که چیرې دوی له هیواده وځي او یاهم راځي د هغو په نیول کیدو کې اقدام وکړي."

د راپورونو له مخې د شګوفې په نوم د عزیزي بانک یوې کارکوونکې له دې بانک څخه یوولس نیم لکه ډالر د خپلو درېیو ملګرو بانکي حسابونو ته لیږلي او خپله له کورنۍ سره بهر ته تښتیدلې.

د شګوفې د اوسیدو د ځای په اړه تر اوسه معلومات نشته، خو د کورنیو چارو وزارت د انټرپول یا نړیوالو پولیسو مشر جنرال امین الله امرخیل اسوشیتید پریس آژانس ته ویلي چې ددې پیښې په تړاو په دبۍ کې دوه مشکوک کسان نیول شوي دي.

په ځینو راپورونو کې د عزیزي بانک د اجرایوي مشر عنایت الله فضلي له خولې ویل شوي چې دغه پیسې دوه میاشتې وړاندې غلا شوي دي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د عزیزي بانک د چارواکو نوې څرګندونې راواخلو، خو له ډیرو هڅو سره سره ونه توانیدو.

بل لورته د افغانستان بانک چارواکي دغه پیښه دومره جدي نه بولي او وایي چې داسې پیښې حتی په پرمختللو هیوادونو کې هم کیږي.

ددې بانک مرستیال خان افضل هډه وال ازادي راډیو ته وویل چې په دې کار کې د عزیزي بانک چارواکي ګرم نه دي:

"د خلکو او ټولنې له نظره دا یوه لویه موضوع ده، خو له بانکي پلوه یوه عادي موضوع ده، په دې معنی چې دا کار د بانک مامور کړی، دا داسې پیښه نه ده چې د بانک کارکوونکې دې غلطي کړې وي یا د بانک سیستم دې کمزوری وي، داسې څه نه وو، دبانک سیستم څه ستونزه نه درلوده."

له عزیزي بانک څخه د پیسو د تښتونې له مسلې را وروسته دا مهال د بانکونو د ثبات په اړه د عامو خلکو اندیښنې یو څه زیاتې شوي دي.

له ځینو عامو افغانانو سره دا ویره موجوده ده چې که داسې ورته پيښې تکرار شي، ممکن نور خصوصي بانکونه هم د کابل بانک له برخه لیک یعنی سقوط سره مخ شي.

خو د مرکزي بانک چارواکي وایي چې دوی د کابل بانک له ترخو تجربو عبرت واخیست او هیڅکله به هم ورته پیښه په نورو بانکونو کې تکرارنشي.