د مصر پوځي محکمي د لیرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي پلویانو ته د تیرې میاشتې شخړو په ترڅ کې پر پوځي ځواکونو د حملو په تور د اوږده بند سزاوې ورکړې.
محکمې د سې شنبې په ورځ د مرسي یو ملاتړی په عمري بند محکوم کړ. نور له پنځوسو زیاتو ملاتړو ته یې د پنځو او پنځلسو کلونو ترمنځ د بند سزاوې ورکړې.
دولسو کسانو ته برات ورکړل شو. مخکې په عمري بند د یولسو کسانو د محکومیدو راپورونه ورکړل شوي و.
محکوم شوي کسان تورن شوي چې د اګست په ۱۴ او ۱۶یې په السویس ښار کې د پوځ پرضد له خشونته کار اخیستی او پر هغوي یې ډزې کړي دي.
مرسي چې د جولای په دریمه له قدرته لیرې کړای شوی، تراوسه پورې په توقیف کې دی. نوموړی به د هغو تورونو په خاطرمحاکمه شي چې وایي، تیرکال یې هغه تشدد لمسولی چې په نتیجه کې یې مظاهره چېان وژل شوي دي.