په نورستان کې نامعلومه وسله والو نن درې ډاکتران وتښتول

په نورستان ولایت کې نامعلومه وسله والو نن درې ډاکتران وتښتول.

ددې ولایت د والي ویاند ظاهر بهاند ازادي راډیو ته وویل چې تراوسه د دغو ډآکټرانو د تښتونې انګیزه نده معلومه، خو زیاتوي چې امنیتي ځواکونو یې د موندنې هڅې پیل کړي دي.

ښاغلي بهاند زیاته کړه چې دغه ډآکتران له کابل څخه نورستان ته د روغتیایي مرکزونو د وضعیت د لیدو لپاره تللي وو، خو امنیتي مسولینو ته یې خبر نه وو ورکړی.