د مدني ټولنې ځینو غړو د غوراوي کمیټې له اقدام سره مخالفت وکړ

د مدني ټولنې ځینو غړو د غوراوي کمیټې له هغه اقدام سره مخالفت وکړ چې نعیم ایوب زاده یې د مدني ټولنو په استازیتوب منلی دی.

د مدنې ټولنو ځینو غړو نن په کابل کې یوه اعتراضیه غونډه جوړه کړې وه او ویل یې چې ایوب زاده د دوی لپاره د منلو وړ کس نه دی.

د مدني ټولنو د ګډې کاري ډلې یوه غړي عزیزالله رفیعي په دې اړه وویل:


(د مدني ټولنو لویه اندیښنه د پروسو سیاسي کیدل دي، بله اندیښنه چې مونږ او ټولې مدني ټولنې یې زیانمنې کړي هغه داده چې ځینې سیاسون هڅه کوي د مدني ټولنو فضا اشغال کړي.)

د غوراوي کمیټه شپږ غړي لري چې یو یې باید د مدني ټولنو استازی وي.

تر دې مخکې د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ ټیفا ویلي و چې ایوب زاده د مدني ټولنو په خوښه دې کمیټې ته ور معرفي کوي.

د غواري کمیټه ولسمشر ته پنځلس کسان ور پيژني تر څو هغه ترې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون پنځه غړي وټاکي.