د کندهار د میخانیکي لیسې یوه زده کوونکي په خپل ابتکار درې ډوله اختراعات کړي

د کندهار د میخانیکي لیسې یوه زده کوونکي په خپل ابتکار درې ډوله اختراعات کړي دي.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وایي چې بشیر احمد د میخانیکي لیسې د یوولسم ټولګي زده کوونکی دی او تراوسه یې د ریموت کنټرول یو ګروپ، د لمر څخه چارجیدونکی یخچال او د میتان ګاز د تولید وسایل اختراع کړي دي.

بشیر احمد ازادي راډیو ته وویل چې؛ که حکومت دوی ته تکړه ښوونکي وګماري په راتلونکې کې به نور اختراعات هم وکړي.