د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر ایران ته تللی

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر جماهیر انوري د افغان کډوالو د ویزو د ستونزو د هواري په مقصد ایران ته تللی.

ددې وزارت ویاند اسلام الدین جرئت وایي چې ښاغلی انوري به له ایراني چارواکو څخه وغواړي چې په دې هیواد کې د افغان کډوالو د اوسیدو موده تمدید کړي:

"د کډوالو چارو وزیر د یوه لوړ پوړي پلاوي په ملګرتیا ایران ته تللی ترڅو وکولای شي د کډوالو ویزې تمدید کړي، دداسې کډوالو شمیر زیات دی او باید هڅه وشي چې ستونزې یې هوارې شي."

دغه سفر په داسې حال کې کیږي چې شااوخوا لس ورځې وړاندې ایراني چارواکو غیرقانوني افغان کډوالو ته خبرداری ورکړ چې د سنبلې ترپنځلسمې خپل هیواد ته ستانه شي.

د راپورونو له مخې دا مهال په ایران کې شا او خوا شپږلکه داسې افغان کډوال اوسي چې د ویزې موده یې د همدې اونۍ په ترڅ کې پای ته رسیږي.

د کډوالو چارو وزیر به په دې سفر کې د افغان ولسمشر حامد کرزي یو رسمي لیک هم د ایران ولسمشر حسن روحاني ته وسپاري.