د کورنیو چارو وزارت: په تیرو دوه ورځو کې ۴۲ تنه مخالف وسلوال وژل شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په تیرو دوه ورځو کې یې د عملیاتو پر مهال دوه څلوېښت تنه د حکومت مخالف وسلوال وژلي دي.

د کورنیو چارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې دا عملیات د نړیوالو ځواکونو سره په همکارۍ د ننګرهار، بغلان، کندز،سرپل، بلخ، کندهار، زابل، لوګر، پکتیا، پکتیکا، هرات او هلمند ولایتونو کې ترسره شوې دي.

د خبرپاڼې په وینا په دې عملیاتو کې اته د حکومت مخالف وسلوال ټپیان شوې او یولس تنه ژوندي نیول شوې دي.

دوی وايي پولیسو په عملیاتو کې سپکې او درنې وسلې هم نیولې دي.