د افغان پولیسو تلفات د تیرکال د همدې مودې په مقایسه دوه برابره زیات شوې

چارواکې وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغان پولیسو تلفات د تیرکال د همدې مودې په مقایسه دوه برابره زیات شوې دي.

د هغو شمیرو له مخې چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت خپرې کړې دي، د روان کال د حمل د میاشتې راهیسې تر اوسه ( یو زرو اوه سوه دوه نوي ) پولیس سرتیري په ټول افغانستان کې په جلا جلا پېښو کې وژل شوې دي.

ویل شوې دي چې افغان پولیسو ته تر ټولو ډیره مرګ ژوبله په سړکونو کې د اېښودل شویو ماینونو د چاودنو له کبله اوښتې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، افغان امنیتي ځواکونه د بهرنیو ځواکونو په شان لازم تجهیزات او وسایل نه لري.

د ښاغلي صدیقي په وینا د مخالفو وسلوالو پر ضد د جګړې په لومړۍ کرښه کې د پولیسو حضور هغوی تر ډیره د وسلوالو د بریدونو هدف ګرځولې دي.