د روسیې سوداګر او پانګوال یې له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکي دي

د روسیې یو لوړپوړي چارواکي ویلي، د هېواد سوداګر او پانګوال یې له افغانستان سره د اقتصادي او تجارتي اړیکو د پراختیا غوښتونکي دي.

د ولسمشر کرزي د ویندوی دفتر په یوې خبر پاڼې کې ویلي، د روسیې د انرژۍ د وزارت مرستیال یوري سینټ یورین او ورسره کابل ته تللي روسي پلاوي، پرون له ولسمشر حامد کرزي سره وکتل.

خبرپاڼه وايي چې ولسمشر کرزي روسي لورې ته ډاډ ورکړی چې افغان حکومت به له روسیې سره د تجارتي او سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې همکاري وکړي.

ولسمشر کرزي له روسي پلاوي غوښتي دي چې د ( ایرفلوټ په نوم روسي شرکت ) دې افغانستان ته الوتنې پیل کړي.

افغان چارواکي وايي په روسي پلاوي کې د روسيې د دولتي او خصوصي لویو تجارتي شرکتونو استازي شامل وو.

ټاکل شوې ده چې دا روسیې پلاوي به افغان چارواکو سره لیدنو کتنو ته دوام ورکړي او د یو شمیر هغو پروژو بیا رغونه به هم وڅیړي چې پخواني شوروي اتحاد په افغانستان کې جوړې کړې وې.