په ټونس کې چارواکي وايي، د دې هیواد په جنوبي ساحلي ښارګوټي قابس کې (Gabes) کې له یو زندان څخه نهه څلوېښت بندیان تښتیدلې دي.
ویل کیږي، پېښه د دوشنبې په سهار وروسته له هغې شوې چې؛ ګڼو بندیانو په زندان ساتونکو برید وکړ او بیا یې خپلې پنجرې ماتې کړي.
د زندان چارواکي وايي، لږ تر لږه دولس تنه تښتیدلې بندیان یې بېرنه نیولې دي. دوی وايي، ډیر بندیان عام مجرمان وو.
د قابس زندان په تونس کې یو له هغو زندانونو څخه و چې؛ د ۲۰۱۱م کال په جنوري میاشت کې د ولسمشر زین العابدین بن علي د رژیم له نسکورېدو لږ وروسته ترې شا او خوا لس زره بندیان وتښتیدل.