احساني: راتلونکو انتخاباتو ته ځینې اتیلافونه په قومي اساس جوړ شوي دي

په کابل کې د ځوانانو یوې شبکې اندیښنه وښودله چې په هیواد کې راتلونکو انتخاباتو ته ځینې اتیلافونه په قومي اساس جوړ شوي دي.

د تغیر او اصلاح لپاره د ځوانانو شبکې ویاند میسم احساني وایي چې؛ له دغو اتیلافونو څخه باید د خلکو د نفاق لپاره کار وانه خیستل شي.

"دا ایتلافونه د ډیموکراسي د تقویې په برخه کې ډیر ګټور دي؛ خو په یو شرط چې له دې ایتلافونو او ګوندونو نه د ملي نفاق لپاره کار وانخیستل شيږ"

د ځوانانو شبکه په داسې حال کې دغه اندیښنه ښیي چې؛ تیره اونۍ د افغانستان انتخاباتي اتحاد خپل موجودیت اعلان کړ.