په هرات کې د انجینرانو یوه ډله د والي دفتر مخې ته د اعتراض په ډول راغونډ شوي

لسګونه انجینران په هرات ولایت کې د څلورو انجینرانو د وژل کېدو په اعتراض کې ددې ولایت د والي د دفتر مخې ته راټول شوي دي.

په سیمه کې د آزادی راډیو خبریال وایي؛ دغه انجینران چې شمیر یې څه باندې دوه سوو تنو ته رسیږي؛ په حکومت انتقاد کوي چې، د انجینرانو لپاره امنیت نه شي ټینګولی.

دوی دغه اعتراض په داسې حال کې کوي چې تیره اوونی په هرات ولایت کې څلور تنه انجینران له خپلو دوو همکارانو سره ووژل شول.

سیمه ییزو چارواکو ادعا کړې چې؛ طالبانو د ملي پیوستون د پروګرام دا کارکوونکي وژلي دي

اعتراض کوونکي انجینرانو خبرداری ورکړ چې؛ که د دوی امنیت ته پاملرنه ونشي نو د بیارغونې د پروژو کار به ودروي.