نن د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې شاوخوا لس بجې د پوليسو په رينجرموټر پسې چاودنه شوې او څلور تنه پوليس پکې ټپيان شول.
د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال زلمی اورياخېل وايي دغه چاودنه د نوې پروژې په ساحه کې د هغو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې چې په لښتي کې ځای پر ځای شوي وو.
نوموړی وايي په دغه لښتي کې چې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو، اوبه راغلې او انفجار شوی دی چې له امله يې د دوی د قومندانۍ يو رينجر موټر تخريب شوی او څلور تنه پوليس يې په خبره سطحي ټپيان دي.
د دې پېښې مسوليت تر دې مهاله چا نه دی منلی او نه دي ويل شوي چې ددغې چاودنې هدف څوک وو.
په دې ورستيو کې د ګردېز ښار اوسېدونکي او ښاريان په ښار کې دغه ډول بمي چاودنو زياتوالي اندېښمن کړي او په پرلپسې ډول شکايتونه کوي چې امنيتي او کشفي ارګانونه يې د خوندي امنيت په ساتلو کې پاتې راغلي.